حامد‏کرزي د اروپايي ټولنې له شارژدافيرې سره ليدلي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه د اروپايي ټولنې له شارژ دافیرې رافایله یودیچه سره ليدلي او دواړو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی.

د نوموړي د دفتر پاڼه کې راځي، چې په دې لیدنه کې یې د اروپايي ټولنې همکارۍ او په هېواد کې د نجونو د زده کړو له حقونو او د ښځو له کار څخه د دفاع په برخه کې د دوی ملاتړ ستایلی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، دواړو خواوې دغه راز د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلي او هم يې پرې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button