حامدکرزي له یو شمېر ځوانانو سره کتنه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي مطبوعاتي دفتر ليکي، نوموړي په خپل کور کې له هغو ځوانانو سره کتلي، چې د لوړو زده کړو لپاره یې د روسیې پوهنتونونو ته لاره موندلې ده. 

خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شمېر ځوانانو په دې ليدنه کې روسیې ته د تګ لپاره د وېزو د نه ورکړې په برخه کې له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره خپلې ستونزې شریکې کړي او له هغه ېې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې پخواني ولسمشر له هېوادوالو سره د مرستو په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته د تحصیل په برخه کې د زمینې مساعدولو او هغوی ته د سکالرشیپونو د ورکولو له امله له روسیې هېواد مننه کړې او ځوانانو ته یې د هر ډول ستونزو د هواري په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Back to top button