حمدالله محب: طالبان د هېواد له وضعيت ناخبره دي

حمدالله محب وايي، چې طالب سرپرست حکومت په حکومتولۍ نه پوهېږي او د واک له بايللو وېره لري.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د طالب سرپرست حکومت د مشرانو له څرګندونو داسې ښکاري، دوی د هېواد له وضعيته ناخبره دي، په حکومتولۍ نه پوهېږي او د واک له بايللو وېره لري.

هغه ليکي، چې د يوې طبقې لخوا د واک انحصار ولس مجبوروي، څو د خپلو د حقونو غوښتلو لپاره اقدامات وکړي.

محب دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان د ستراتېژيکو څېړنو او پراختيايي مطالعاتو انستيتوت د يوې سروې له مخې ويلي، چې ۹۲ سلنه افغانان د طالبانو له واکمنۍ خوښ نه دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بخښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو او رسنيو ملاتړ ادارې هم د طالب سرپرست حکومت يوه کلنه واکمني د افغانانو لپاره له ناورينه ډکه بللې وه.

Back to top button