د افغانستان نيمايي نفوس ژوند له خطر سره مخ دی

پنجره ورځپاڼه: د سره صليب نړۍوال سازمان وايي، چې د افغانستان نیمايي نفوس د خوړو له جدي نه خونديتوب او کمښت سره مخ دی.

د‌ سره صليب نړۍوال سازمان تېره ورځ په يوه ټويټ پيغام کې ویلي، چې په افغانستان کې شته اقتصادي ستونزو او همداراز د ژمي رارسېدو سره د میلیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه سازمان ويلي، چې د دې وضعیت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره د نړۍوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا ده.

د ياد سازمان عملیاتي مسؤل مارټین شوب په ټویټر پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې د اساسي توکو د بیو لوړېدل، د زیاتو خلکو لپاره د ژوند چارې ستونزو سره مخ کړي.

هغه همداراز په افغانستان کې د اړمنو او زیانمن شویو خلکو د ملاتړ زیاتوالی اړین ګام بللی دی.

مارټین شوب چې په دې وروستیو کې افغانستان ته په سفر راغلی و، ویلي چې د څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان د خلکو ژوند سخت زیان لیدلی دی.

د شوب د معلوماتو په اساس په افغانستان کې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۲۰ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عملیاتي مسؤل ویلي، چې په افغانستان کې زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ۹۰ سلنه خلک په ورځ کې تر ۱.۹ نه ډالره کم عاید لري.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يونيسف هم په افغانستان کې روان وضعيت خورا ځورونکی بللی و او له نړۍوالې ټولنې یې د جدي ملاتړ غوښتنه کړې وه.

Back to top button