ګوترېش: د دوحې غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندې په هکله نه وه

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په دوحه کې د افغانستان په تړاو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې دغهغونډه د افغانستان وضعیت ته د رسیدنی په پار د یوې ګډې نړۍوالې تګلارې د رامنځته کېدو په موخه وه، نه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره.

هغه ویلي چې د دغې غونډې ګډونوالو د پراخ بنسټه حکومت پر نشتوالي، د ښځو او نجونو په وړاندې د سرپرست حکومت د وروستیو پرېکړو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او نشهيي توکو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

ګوترېش دا هم وویل چې په افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتي دي. د ګوترېش په وینا، له دې اندېښنو سره سره د دوحې غونډې ګډونوالوغوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شي.

ظاهر څراغ

Back to top button