ګوتريش: روسیه او اوکراین دې جګړه ودروي

انتونيو ګوتريش وايي، زموږ تمه دا ده چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ومومي. 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش له روسیې وروسته کېف ته سفر وکړ او رسنيو ته په خبرو کې يې ويلي، چې دی له روسیې سره غږیدلی او له اوکراین سره هم په دې اړه ځیني بحثونه لري.

د نوموړي په وينا، دا يې لويه هڅه ده، چې نور د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

ګوتريش وايي، چې په نړۍ کې هر څوک حق لري، څو سوليز او ارام ژوند وکړي، نو له همدې امله اوکراين او روسيې دواړو ته په کار ده، چې له جګړې تېر شي او د خبرو لاره غوره کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش داسې مهال لومړی مسکو او بيا کېف ته سفر کوي، چې دمګړی د روسیې او اوکراین ترمنځ شدیده جګړه روانه ده، خو دی هڅه کوي، څو نوره دغه روانه جګړه ودروي.

Back to top button