غومبسې له يو ځوان ژوند اخيستی

فارياب کې يو ځوان غومبسې چيچلی، له امله يې ساه ور کړې ده.

د فارياب سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په ميمنه ښار کې د هيبت الله په نوم يو ځوان غومبسې چيچلی، چې له امله يې نوموړي خپل ژوند بايللی دی.

سرچينې د هيبت‌الله کورنۍ له قوله وايي، چې نوموړی د اختر مېوې د اخيستلو لپاره منډوي ته تللی و چې غومبسې چیچلی او روغتون ته پر لار یې ژوند بايللی دی.

سرچېنې همداراز، د هیبت‌الله خپلوانو له قوله ويلي،  چې نوموړي له لوی اختر څو ورځې وړاندې واده کړی و‌.

Back to top button