ګوجرات ټایټنز دویمه بریا خپله کړه

پنجره ورځپاڼه: د هند کرېکټ غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه د ګوجرات ټايټنز لوبډلې په دغه ليګ کې خپله دويمه لوبه هم وګټله.

افغان ستوري راشدخان د خپلې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې څلور اورونه ترسره کړل، ۳۱ منډې يې ورکړې او درې وېکټې يې مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.

ډيلي کپېټلز لوبډلې په ياده لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو شلو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې ګوجرات لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۱۹ اوور په لومړي بال ترلاسه او بريا يې خپله کړه. سای سودارسن ناسوځېدلې ۶۲ او ډېوېډ مېلر ۳۱ منډې جوړې کړې.

ظاهر څراغ

Back to top button