د زابل پوهنتون د لومړۍ دورې فراغت

د زابل دولتي پوهنتون په خپله لومړۍ دوره کې۷۲ تنه فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل.

د‌ زابل ولايت د ميرويس نيکه دولتي پوهنتون مسؤلین وايي، چې ۷۲ تنه محصلين يې د ښوونې او روزنې پوهنتون د بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول او دا د دوی د پوهنتون د لومړۍ دورې فارغان دي.

زابل ولايت د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دويمې دورې پر مهال د پوهنتون څښتن شو، چې دمګړۍ په کې د ښوونې او روزنې د پوهنځيو سربېره د اقتصاد او کرنې پوهنځيو کې هم محصلينو تدريس کېږي.

د‌ ياد‌ پوهنتون څخه تازه فارغ شوي محصلين له طالب سرپرست حکومت څخه غواړي، چې له دې وروسته دوی ته د کار او دندې زمينه برابره کړي.

Back to top button