د نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي

يونيسف اداره وايي، چې د نجونې ښوونځي بايد ډېر ژر بېرته پرانیستل شي. 

يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره په خپلو يو تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، څه باندې ۳ ميليونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوي دي او د دوی ښوونځي بايد ډېر ژر پرانيستل شي.

يونيسف همداراز ويلي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو نه پرانيستل نه به نه يوازې افغانستان په راتلونکي کې له ډاکترانو او قابلو بې برخې کړي، بلکې دا خطر به هم ډېر کړي چې نجونې په کمو عمرونو کې ودونو ته اړ کړای شي.

دغې ادارې غوښتنه کړې، چې نجونې دې بېرته خپلو درسي ټولګيو ته وګرځي او ويلي يې دي چې دا يې حق دی.

د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګيو پورته ښوونځيو ته د افغان نجونو نه پرېښودل د هېواد دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button