باميان کې يوې نجلۍ ځان وژنه کړې

د باميان يوه ځايي سرچينه وايي، چې په دغه ولايت کې يوې نجلۍ د جبري واده کولو له کبله ځان وژنه کړې ده.

يوې ځايي سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ویلي، چې د باميان ولايت سيغان ولسوالۍ کې يوې ځوانې نجلۍ د جبري واده کولو له کبله ځان زندۍ کړی.

سرچينه وايي، چې نجلۍ ځان د رسۍ په وسيله زندۍ کړی، چې له کبله یې خپل ژوند بايللی دی.

سرچينه زياتوي، چې کورنۍ يې غوښتل دا نجلۍ خپل خاله زوی ته واده کړي، خو نجلۍ يې مخالفت کاوه او مجبوره شوه، څو ځان وژنه وکړي.

په ورته وخت کې بيا د طالب سرپرست حکومت ځايي مسؤلینو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د يادونې ده، چې په افغانستان کې دا لومړی ځل نه دی، څو يوه نجلۍ د جبري واده کولو له کبله ځان وژني، بلکې تر دې وړاندې هم ورته ګڼې پېښې ثبت شوي دي.

Back to top button