غني د لوی اختر په مناسبت وينا کړې

پخواني ولسمشر اشرف غني وايي، چې جبر او په خلکو زور زياتی افغانستان د بې ثباتۍ پر لور بيايي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني تېره شپه د لوی اختر په مناسبت يو غږیز پيغام ویلي، چې جبر او پر خلکو زور زیاتی افغانستان د بې ثباتۍ پر لور بيايي.

هغه همداراز اسلامي نړۍ پرمختګ ته په اشارې ويلي، چې له طالبانو سره باید استدلال وشي او د اسلامي نړۍ له مثبت مسیر او پرمختګ څخه دې خبر شي.

نوموړي دغه راز پر فيسبوک پاڼه خپاره شوي غږیز پيغام کې د اسلامي نړۍ له علماوو څخه غوښتي، چې د افغانستان له اوسنيو حاکمانو سره استدلال وکړي او دوی دې بنسټيزو اصولو، قواعدو او ټکو ته متوجه کړي.

پخواني ولسمشر اشرف غني ټينګار کړی، او ويلي يې دي، چې يو نظام هغه وخت دوام کولای شي، څو د ولس ارادې ته درناوی ولري.

غني په خپل غږیز پيغام کې د نجونې د زده کړو پر ارزښت هم خبرې کړي او ويلي يې دي، نړۍوالو تجربو ښودلې، چې د يوې ښځې زده کړه پنځه نسلونه او د يو هلک زده کړه يو نسل بدلولای شي.

د هغه په وينا کومه کورنۍ چې يوه پوهه ښځه ولري، نو هغه تر ټولو غوره مسلمانه کورنۍ ده.

د دې ترڅنګ پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو په اوسني وضعيت، غربت او بې کاري ژور خپګان ښودلی او ټينګار يې کړی، چې د افغانستان ملي شتمني ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او بهرنيو هېوادونو ته لېږل کېږي.

Back to top button