د جرمني د دفاع وزیرې تر پراخو غبرګونونو وروسته له دندې استعفاء وکړه

پنجره ورځپاڼه: د جرمني د دفاع وزیرې کریسټین لمبريڅټ وروسته له هغې دندې څخه استعفا وکړه چې، د تېروتنو پر وړاندې یې د خپل ولس پراخو غبرګونونه زور اخيستی و.

د مېرمن لمبريڅټ د استعفاء خبرونه داسې مهال خپریږي چې، د جرمني حکومت د ناټو غړيو هېوادونو تر سخت فشار لاندې دی، څو اوکراین ته د جرمني ساخت ټانکونو د لېږد اجازه ورکړي.

 تر دې وړاندې د لمبريڅټ هغه اقدام هم په خواله رسنیو کې د ملنډو لامل ګرځېدلی و، چې اعلان یې کړی و، جرمني به د ۵۰۰۰ هلمېټ خولیو په لېږلو اوکراین سره پوځي مرسته وکړي.

 پر نوموړې دا نیوکې هم شته چې، د جرمني وسله‌وال پوځ د تجهیزاتو په لا ښه کولو کې پاتې راغلې ده. پر هغې د نیوکو دا لړۍ هغه مهال زور واخيست، چې خپل زوی یې په پوځي الوتکه کې په سفر بیولی و.

Back to top button