المان غواړي زرګونه نور افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي

د‌ المان د بهرنیو چارو وزيره وايي، زرګونه هغه افغانان، چې په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې دی غواړي هېواد  المان ته ولېږدوي.

هغې دا څرګندونې پاکستان ته تر سفر او يوې هوکړې وروسته کړي، چې په وينا يې المان غواړي زرګونه نور افغانان دغه هېواد ولېږدوي.

د المان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک پاکستان ته د سفر پر مهال، ويلي دي چې له دغه هېواد سره تر هوکړې وروسته به اوس هغو کسانو ته چې المان ورسره د لیږد ژمنه کړې، په لومړي ځل د پاکستان له لارې المان ته د تګ يو قانوني مسير پرانيزي. نوموړې پرون په برلين کې يو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ويلي، چې د دې هوکړې د عملي کېدو لپاره ډېر چټک کار روان دی.

بېربوک په خبره، د سفر له نويو امکاناتو څخه په تېره بيا هغه کسان برخمنېدای شي چې لا دمخه یې د آلمان د حکومت له لوري د تلو تایيدي ترلاسه کړې ده.

هغې همداراز ويلي، چې آلمان د دغو کسانو شخصي معلومات لري او په دې توګه به هغوی ژر له پاکستان څخه المان ته ولیږدول شي.

د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۱ زره افغانان المان ته لېږدول شوي دي؛ خو له د زرګونو نورو افغانانو سره هم د لېږد ژمنه شوې ده.

Back to top button