المان: د افغان همکارانو ايستلو لړۍ روانه ده

المان وايي، هره اونۍ لسګونه افغانان دغه هېواد ته لېږدوي. 

د المان د بهرنيو چارو وزارت په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د خپلو افغان همکارانو او د دوی د کورنيو ايستلو ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی هره ورځ لسګونه افغانان د پاکستان او ايران له لارې راباسي او المان ته يې استوي. ياد وزارت زياتوي، چې په اوسط ډول هره اونۍ شاوخوا دوه سوه کسان له افغانستان راباسي.

همداراز د المان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې تر دې دمه یې ۱۸۶۰۰ افغان کډوالو ته ويزې ور کړي، دوی يې هلته ځای پر ځای کړي او دا لړۍ به همداسې روانه وي.

د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د امريکا او نورو هېوادونو له لوري زرګونه افغانان ولېږدول شول، چې المان هم د دغو هېوادونو برخه دی، ګڼ شمېر افغانانو ته يې پناه ور کړې او اوس يې هم د ايستلو لړۍ روانه ده.

Back to top button