المان خپل ۷۵سلنه همکاران لېږدولي

المان خپل ۷۵سلنه سیمه ییز همکاران د اسلام اباد له لرې جرمني ته لېږدولي دي.

سرچینه وایي، چې واک ته د طالب حکومت له رسېدو وروسته نږدې ۷۵ سلنه افغانان، چې د جرمني له ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې وه او له هغو سره د منلو ژمنه شوې وه، جرمني ته لېږدول شوي دي.

د کډوال نیوز د راپور د معلوماتو پر بنسټ، هره اونۍ په افغانستان کې د جرمني ځواکونو شاوخوا ۲۰۰ پخواني سیمه ییز همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته لېږدول کېږي.

راپور زیاتوي، آلمان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره چارتر الوتنې په ځانګړي توګه د پاکستان هېواد له مرکز اسلام اباد څخه روانې دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، د ډېرو پاتې سیمه ییزو همکارانو او هغو افغانانو لپاره چې په ځانګړي توګه په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، یوازې د هویتي اسنادو نشتوالي ورته له دې هېواده وتل ستونزمن کړي دي.

Back to top button