المان له افغانستان سره مرسته کوي

پنجره ورځپاڼه: المان ویلي، چې له افغانستان سره به د خپلو بشري مرستو پر دوام ۹۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د المان سفارت پر خپل ټویټر پاڼه د يوه خبر په خپرولو سره، ويلي چې هېواد يې له افغانستان سره ۹۰ ميليونه يورو مرسته کوي.

ياد سفارت ليکي، چې دغه مرستې به د خوړو نړۍوال پروګرام او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لارې مصرف شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې یوه کال راهیسې افغانستان ته څه باندې ۱ نیم میلیارډه ډالره راغلي؛ خو یو شمېر هېوادوال وايي چې، له دغو مرستو لا هم نه دي برخمن شوي او د دغو مرستو د وېشني پر څرنګوالي نیوکې لري.

بلخوا د طالبانو د اقتصاد وزارت بیا ويلي، چې د نړۍوالو پر مرستو څارنه لري او په وینا یې ډېری دغه مرستې د طبیعي پېښو له امله پر زیانمنو ویشل شوي دي

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د سره صلیب او ګڼو نورو مرستندويه ادارو هم ويلي دي، په افغانستان کې میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې د مرستو په پرې کېدو سره به په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شي.

Back to top button