المان د پولينډ له لوري اوکراين ته د ټانکونو د ورکړې مخنيوی نه کوي

پنجره ورځپاڼه: د المان د بهرنيو چارو وزيرې اولف شولز ويلي، که پولينډ وغواړي اوکراين ته د المان جوړ کړي ليپرډ ټانکونه ورکړي، دوی به يې مخه ونه نيسي.

هغې په پاريس کې د فرانسې او المان ګډې غونډې وروسته رسنيو ته ويلي، چې، که له موږ په دې اړه پوښتنه وشي، نو موږ به يې مخنيوی ونه کړو.

د دې په وينا، المان پوهېږي، دا ټانکونه ډېر مهم دي او له همدې کبله له خپلو ملګرو سره پرې خبرې کوي. هغې ويلي، هېواد يې غواړي دا ډاډ تر لاسه کړي، چې د خلکو ژوند ژغورل کېږي او د اوکراين خاوره ازادېږي.

د المان له لوري دا څرګندونې ښيي چې اروپايي هيوادونو ته يې اجازه ورکړي، څو د دوی جوړ ټانکونه اوکراين ته ورکړي، تر دې وړاندې په دغه هېواد د داسې اقدام کولو لپاره د متحدينو او کييف له لوري ډېر فشار و. د المان د ليسنس موافقې له امله، هيوادونه نه شي کولای چې د دوې له تائيد پرته دا ټانکونه چيرته ولېږي.

تر اوسه د لوېديځ له لوري جوړ شوي مهم جګړييز ټانکونه اوکراين ته له روسي يرغل څخه د دفاع لپاره نه دي ورکړل شوي.

پولينډ اعلان کړی دی چې تيار دی کېييف ته ۱۴ لېپرډ ټانکونه ورکړي خو لومړي وزير يې ويلي، چې د برلين له لوري يوه واضح پيغام ته په تمه دی چې ايا هيوادونه یې کولای شي اوکراين ته ټانکونه ورکړي او که نه.

د المان لومړي وزيرې همداراز ويلي، چې د وسلو د ورکړې په تړاو به هر ډول پرېکړې د امريکا په شمول له متحدينو سره په ګډه کېږي.

Back to top button