المان: هر کال پنځه زره افغان کډوال منو

المان وايي، چې دغه هېواد ته د افغان کډوالو ننوتل محدودوي.

د المان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دوی دغه هېواد ته د افغان کډوالو ننوتل محدودوي او د يوې پرېکړې په اساس به هر کال ۵ زره افغان کډوالو ته اجازه ورکوي، څو المان ته لاړ شي.

المان د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د ګډو بهرنیو ځواکونو د تخليې په پروسه کې شاوخوا ۱۹ زره افغانان دغه هېواد بولي.

المان تر دې دمه پر افغان کډوالو د محدويت لامل نه دی په ګوته کړی، خو هاخوا د اوکراین جګړې سره جوخت اروپا ته د اوکرايني کډوالو څپه زياته شوې، چې د المان او نورو اروپايي هېوادونو ځانګړی پام يې ځانته اړولی دی.

Back to top button