د المان لومړی وزير: په افغانستان او ايران کې د ښځو ځپل د بخښلو وړ نه دي

پنجره ورځپاڼه: د المان لومړی وزير اولاف شولتز وايي، کومې ښځې چې په افغانستان او ايران کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، خو ځپل کېږي او د هغه په خبره دا کار هیڅ د بخښلو وړ نه دی. هغه دا ‌څرګندونې په يوه ويډيويي پيغام کې کړي او په خپله شخصي ټویټر پاڼه يې خپرې کړي دي.

نوموړی وايي، په ايران او افغانستان کې له هغو ښځو سره چې د خپلو حقونو د اخيستنې لپاره را ولاړې شوې دي او له هغو ټولو سره چې د عدالت او ازادۍ لپاره درېږي او حتا خپل ژوند له خطر سره مخ کوي، په سخت ډول چلند کېږي او دا د بښلو نه دی. هغه زياته کړې، چې المان د هغو خلکو تر څنګ ولاړ دی چې له بشري او د ښځو له حقونو دفاع کوي.

له دې سره جوخت د المان د بهرنيو چارو وزيرې آنالنا بربوک تازه د دې هيواد کابينې ته د فيمينستي بهرني سياست تګلارې وړاندې کړې دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د المان سفارت هم ويلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته لومړيتوب ورکول تر بل هر وخت دوی ته ډېر ارزښت لري.

المان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته له ټولو افغان نجونو او ښځو د‌‌ زده‌کړو، تحصيل او کار حقونه اخيستل شوي دي او په کور ناستې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button