Trending

جنرال پرویز مشرف ومړ

پنجره ورځپاڼه: د پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د هېواد پخوانی ولسمشر يې، جنرال پروېز مشرف د متحده عربي اماراتو په یوه روغتون کې مړ شوی دی.

 پاکستاني معتبرو سرچينو د ځینو بهرنیو ډيپلوماټانو له قوله ويلي، چې نوموړی د دوبۍ په یوه روغتون کې د ۷۹ کلونو په عمر مړ شوی دی.

له دې سره جوخت د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې هم د نوموړي مړینه منلې ده. دغه راز د پاکستان د دفاع وزارت د مشرف کورنۍ ته د هغه د مړینې تسلیت څرګند کړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button