د جنرال باجوه او خليلزاد ليدنه

د‌ افغانستان لپاره د‌ امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ قوماندان جنرال باجوه سره د افغانستان په هکله لیدنه کړې ده.

پاکستاني رسنيو راپورونه ورکړي، چې زلمی خلیلزاد د اسلام اباد امنيتي فورم ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی او د پوځ قوماندان جنرال باجوه سره یې ليدلي دي.

دغه سرچينې زياتوي، چې نوموړی د اسلام امنيتي فورم ناستې کې د ګډون تر څنګ جنرال باجوه سره د افغانستان وروستيو تحولاتو په هکله هم غږېدلی دی.

په يو راپور کې راځي، چې جنرال باجوه د افغانستان اوسني اقتصادي وضعيت په هکله اندېښمنه ښودلې او له نړۍ‌والو يې غوښتنه کړې، څو د دغه هېواد اقتصاد برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

زلمی خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو او امريکا د هوکړې ترمنځ مهم رول درلود او دی د امريکا ځانګړی استازی و. دغه امريکايی ديپلومات اوس داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان پر امريکا تور پورې کړی، چې امریکا غواړي د ده حکومت ړنګ کړي او په يو ليک يې ورته ګواښ هم کړی.

Back to top button