انيديرا ګاندي او د هغې مبارزه 

انيديرا ګاندي او د هغې مبارزه

ليکوال: محمد موسی غيرت

هغه وخت چې د هند په لويه وچه انګرېزي استعمارګرو منګولې خښې وې، د هند د خپلواکۍ، حاکمیت او قدرت په خاطر ګاندي او ملګرو يې مبارزه کوله. دا مبارزه هغه وخت لا ټینګه او منظمه شوله کله چې جواهر لال نهرو په همدې لار کې د ګاندي ملګری شو. جواهر لال نهرو هغه وخت عملي مبارزې ته را ودانګل کله چې په ۱۹۱۹ کال د اپريل په ۱۳ په امرتسر کې په لسو زرو بې وسلې هندوانو انګريزي پوځيانو د ټوپکو ډزونه وکړه.

جواهر لال نهرو د هند د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په لار کې خورا زياتې ستونزې او تکليفونه وګالل او په همدې لارې کې څو ځله بندي او وځپل شو. نهرو د هند د خپلواکۍ د لارې د اتلانو د ډلې اهم غړی وه، چې د ګاندي وروسته د هند لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړي د هند ټولنې د سمبالولو ترڅنګ د هند کمزوری اقتصاد سم او پنځه کلن پلانونه يې ترتيب او عملي کړه. نهرو د هند خارجي سياست منظم او د ملي يووالي، استعمار ضد، بېطرفۍ او مثبتې بېطرفۍ سياست يې غور کړ. دده د حکومتولۍ په دوره کې هند د مهمو صنعتي هيوادونو په قطار کې ودرېد.

نهرو د خپل سياسي ژوند او مبارزې ترڅنګ يوه بريالۍ سياستمداره لور وروزله. نوموړي خپلې لور انيديرا ګاندي ته هغه وخت سياسي روزنه ورکوله کله چې هند د استعمار په بده فاجعه کې ښکيل وه. نهرو له زندانه خپله لور پوهې او تعليم ته هڅوله او له هماغه ځايه يې نوموړې د څو ساده لیکونو په مرسته له طبیعت، سياست د هند له ټولنې او جغرافيه سره بلدوله. په انيديرا ګاندي هغه وخت د هغې د پلار باور لا پوخ شو کله چې په‌ دولس کلنۍ کې د هند د خپلواکۍ د مبارزې ملګرې شوه. نوموړې په همدې عمر دداسې يوه تنظيم مشري کوله چې آزادي غوښتونکو ته به يې د بندي کيدو يا نورو خطرونو خبر ورکاوه او نور ځوانان به يې مبارزې ته را بلل.

انيديرا ګاندي د خپل پلار تر مړينې وروسته د لال بهادر شاستري د صدراعظمي په وخت کې د هند د اطلاعاتو او خپرونو وزيره شوه او د همدې لارې يې د هند اکثريته بیسوادې ټولنې ته د ذهنيت سازۍ ښکلې برنامې وړاندې کړې او په همدې چارو خورا زياته مشهوره شوه.‌

انيديرا د لال بهادر شاستري تر مړينې وروسته په ۱۹۶۶ کې د هند لومړۍ وزيره وټاکل شوه او درې ځلې په ۱۹۶۷ بيا په ۱۹۷۱ او ۱۹۸۰ کلونو کې انتخابات وګټل او د هند لومړۍ وزيره پاتې شوه. دنوموړې د واکمنۍ په دوران کې هند د پاکستان نه دجګړې د ګټلو ترڅنګ فضا ته لومړنی فضايي سټلایت واستوه او‌ په ۱۹۷۴ کال کې يې هستوي دستګاه وازمویله. انيديرا ګاندي د خپل حکومت په دوران کې يوه قوي او هند ته ژمنه سياستمداره پاتې شوله.

خبره مې دا کوله چې حاکم نظام د په انجونو د زده کړو دروازې نه تړي، بلکې د هيواد د ابادۍ، رغونې، سمون او ښيرازۍ په لار کې دې لويه ونډه ورکړي.

ښځې د ټولنې تر نيمايي زياته برخه ده، هغه تر نرو پوهې کار او دندو ته ژمنې دي. په بشر يې زړه درديږي پاکې او مقدسې دي، هيواد او خاوره پرې ګرانه ده، زړه سوانده او ښې دي.

خويندو پر موږ مو حق ده چې د پوهې مقدسه ناره درسره غبرګه کړو خو

افسوس افسوس ارمان ارمان دی

خالي ميدان دی سترګې چاته واړونه

Back to top button