د بې‌پولې ډاکترانو ټولنه: د افغانستان ښځینه روغتيايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ دی

پنجره ورځپاڼه: د بې‌پولې ډاکترانو نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په غيردولتي بنسټونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار بندیز ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دغه بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ دی.

دغې نړۍوالې ټولنې په یوه اعلامیه کې چې تازه خپره شوې ویلي، که څه هم د بې‌پولې ډاکترانو روغتیايي کارکوونکي له دغه بندیز مستثنی دي، خو په وينا يې هېڅ ډول رسمي تضمین نه شته چې دوی وکولای شي له کوم ممنوعیت پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

 په اعلامیه کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه د ۵۱ سلنه نه زیات روغتیايي کادر ښځې جوړوې چې ۹۰۰ ډاکتران، نرسانې او نور متخصصین په کې شامل دي.

 په خپره شوې اعلامیه کې ليکل شوي، چې ډېری افغانان بشري مرستو او روغتيايي خدمتونو ته اړتیا لري او دا هر څه په مرستندویه موسسو پورې تړلي دي.

د بې پولې ډاکټرانو نړۍوالې ټولنې دا اندېښنې وروسته له هغې شریکې کړي، چې څه موده وړاندې طالبانو د دوو جلا مکتوبونو په خپرولو سره په ټول هېواد کې د ښځينه محصلينو په زده‌کړو او د غيردولتي مؤسسو کارکوونکو پر کار بنديز ولګاوه.

Back to top button