طالبان:کابل کې څلور غله نیول شوي

په کابل کې د طالبانو له لوري څلور تنه غله نیول شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې نن د کابل ښار د درېیمې حوزې پولیسو د کارته سخي په سیمه کې څلور تمه غله چې غوښتل یې د یو شخصي موټر غلا کړي تعقیب او نیول شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، غلا شوی موټر او مال یې بېرته خپل خاوند ته سپارل شوي دي او نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.

Back to top button