پیښور کې څلور  پاکستاني پولیس د انسان تښتوونکو په تور نیول شوي

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې پوليسو خپل څلور پوليس همکاران د انسان تښتوونکو په تور نیولي او بنديان کړي يې دي. 

پاکستاني رسنيو، تېره ورځ د پېښور پوليسو د عملياتي او کشفي څانګې يوه چارواکي له قوله ويلي، چې دغه څلور تنه پوليس يې خپلو همکارانو وروسته له هغې ونيول چې يوه کس يې په اړه شکايت ثبت کړی و.

په ورته وخت کې رسنيو ويلي، هغه کس چې هويت يې نه دی په ډاګه شوی، پوليسو ته ويلي، يادو څلورو پولیسو تښتولی او نامعلوم ځای ته وړی و.

د رسنيو د راپورونو له مخې تېره ورځ پېښور کې يوه  د پوليسو يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې روان کال يې په خېبر پښتونخوا کې نږدې سل پوليس له خپلو دندو د ناسمې ګټې اخيستنې په موخه شړلي دي.

Back to top button