د سریلانکا داقتصادي رکود یاسقوط څلور مهم عوامل
د سریلانکا داقتصادي رکود یاسقوط څلور مهم عوامل:
لیکوال: ع دادووال
۱ – ناسمې پالیسۍ
۲ – ناسم سیاست
۳ – له چین سره دوستي
۴ – نامعلوم برخلیک
هغه څه چې په سریلانکا کې دا مهال پیښیږي او هرڅه له اقتصادي اړخ وشړیدل د کلونو ناسمو پالیسیو پایله بلل کیږي.
اصلي عوامل یې:
د سریلانکا واردات ترصادراتو ډیر شول
مصارف یې تر عوایدو ډیرشول
سوداګري یې کسر لري
بودیجه یې کسر لري
او اقتصادي قبله یې بدله کړه
دغو مسلو یې پور دوه برابره او څه باندې ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورساوو او هیواد یې له هراړخیز اقتصادي ناورین سره مخامخ کړ. حکومت یې د بودیجې او تجارت د کسر د مخنیوي لپاره نور پور ته لاس واچاوو اود ناخالصو تولیداتو پرتله یې پور تر تولید لوړ شو. اسیايي پرمختیايي بانک په ۲۰۱۹ کال کې چې ددغه هیواد مصارف تر ملي عوایدو په لوړیدو وو دغه ستونزه راپورته او له واکمن حکومت سره یې د حل او اندیښنې په موخه شریکه کړه. دا داسې وخت وو چې اوسنی لومړي وزیر د ټاکنو د کمپاین پرمهال په لویه کچه د مالیو د کموالي ژمنې ورکولې. خلکو راچاپاکسا وټاکه خو په دې یې فکر ونه کړ چې بلاخره به حکومت خپل مصارف له کومه پوره او هیواد به په څه چلوي. واک ته په رسیدو لومړي وزیر مالیات کم کړل خو ورسره سم پانګې او پانګوالو له دغه هیواده تیښته پیل او اقتصادي نظام د شړیدو خواته روان شو. له دې سره نړیوالو مارکیټونو ته د سریلانکا لاس رسی په کمیدو شوه او هیواد کې د توکو پراخ کمښت محسوس شو. د ۲۰۲۱ په لومړیو کې لومړي وزیر د کرنې په سکټور کې دکمیاوي سرې په ګډون په د هرډول کیمیاوي توکو کارول بند اعلان کړل او لامل یې روغتیا ته پام وښول، خو اصلي کیسه د ډالرو کموالی وو. په دې توګه حکومت په رسمي ډول د کرنې سکټور ته لغته ورکړه او ددغه هیواد حاصلات ورسره را کم شول چې د وریژو تولید یې نیمايي ته را وغورځیده او د ۲۱ کال په نیمايي کې د وریژو دغه تولیدي هیواد د وریژو وارداتو ته مجبور شو. د همدې کال په جولای کې واکمن حکومت سریلانکا ته د موټرو په ګډون دټولو لوکسو توکو په وارداتو بندیز ولګاوو او موخه یې د ډالرو خوندي کول وو. دا داسې مهال وو چې د خلکو کاروبار ترنیمايي ډیر خراب شوی وو او د ولس ستونی راډک شو او خلک سړکونو ته را ووتل او د واکمن ګوټا کورنۍ پرضد یې غږ پورته کړ.
لومړي وزیر یې د اقتصادي ناورین د مخنیوي او د بیکارۍ د کموالي لپاره خلکو ته د خیرښیګڼې او ودانیزې چارې پیل کړې. ترټولو خطرناکه یې داوه چې په پورونو کې ډوبې سریلانکا دداسې سترو پروژو عملي کول پیل کړل چې دغه هیواد یې وړ نه وو. په دې توګه سریلانکا له زاړه دوست ګاونډي هندوستان څخه مخ واړاوو او د نوې اقتصادي ملګرتیا لپاره یې چین ته لاس ور اوږد کړ. راجاپاکسا له چین سره د میلیاردونو ډالرو دوه اړخیز پور معامله وکړه او په لومړي ګام کې یې د خپل اقتصاد د رغولو په پار چینايي پانګوالو ته غیږ خلاصه کړه. د چین دمیلیاردونو ډالرو پور پرمټ یې دداسې بندر او ودانیو د جوړولو تړون لاسلیک کړ چې اقتصاد پوهان فکر کوي کولمبو به یې کله هم ګټه ونه څټي او برعکس کیدی شي د تل لپاره د چین تر یوغ لاندې وي.
ورسره سم د چین له وهان څخه را برسیره شوې کرونا وبا د سرلانکا د توریزم ډګر چې د ناخالصو تولیداتو ۱۳٪ یې برابراوو له صفر سره ضرب کړ چې د ۲۰۱۸ نژدې ۲ نیم میلیونه سیلانیانو څخه په ۲۰۲۰ کې ایله ۱۷ زره بهرنيان دغه هیواد ته د چکر لپاره ورغلي وو، په دې توګه په ۲۰۲۱ کې د سریلانکا د توریزم عواید درې برابره راکم او نژدې درې میلیارد ډالرو ته را کښه شو.
د کرنې او توریزم پر ډګرونو سربیره پر نړۍ د کرونا وبا له کبله د خپور شوي جال له کبله د بهرمیشتو سرلانکایانو لخوا خپل هیواد ته د استول کیدونکو پیسو کچه هم ۹۰ په سلو کې کمه شوه. په دې توګه کولمبو ترستوني په اقتصادي ناورین کې ډوب شو. د ۲۰۲۲ په لومړیو کې بنګلدیش له کولمبو سره ۲۰۰ میلیون ډالره او هند ۵۰۰ میلیون ډالره پور وکړ، خو دغه هیواد بیرته په پښو د دریدو نه وو. همدا تیره مارچ میاشت کې لومړي وزیر راجاپاکسا د خپلې کرنسۍ (روپۍ) ارزښت ټیټ کړ او موخه یې د بهرمیشتو سرلانکایانو او پانګوالو هڅول وو چې دغه هیواد ته خپلې پیسې واستوي او ورسره سم یې د پیسود نړیوال صندوق پور ته ځان برابر اعلان کړ. یوازې د همدې میلادي کال په لومړیو څو میاشتو کې ددغه هیواد د کرنسۍ ارزښت څه باندې ۳۰ په سلو کې را ټیټ شو چې په نتیجه کې د خلکو د خرید وړتیا را وغورځیده او هیواد د پراخې بې وزلۍ په دام کې کیوت. له دې سره سم انفلاسیون لوړ او د توکو بیې په څومیاشتو کې څه باندې ۳۰ په سلو کې پورته وختې. زیات شمیر خوراکي توکي پکې دوه برابره لوړ شول، د بیلګې په توګه د وریژو بیې ۹۳٪ لوړې او د چرګ غوښه ۵۵٪ قیمته شوه او په دې توګه هرڅه د سریلانکا د اقتصاد سرچپه روان وو.
نړیوال رپوټونه وايي چې د تیرې مارچ میاشتې تر وروستیو پورې سریلانکا ایله دوه میلیارد ډالره درلودل چې ددغه هیواد ۲۲ میلیون وګړي پرې تغذیه او د ژوند بیړۍ یې روانه وساتي. دا په داسې حال کې ده چې کولمبو باید په همدې روان کال کې ۸،۶ میلیارد ډالره پور بیرته ادا کړي. که داسې ونکړي باید هره میاشت څه باندې اویا میلیون ډالره ددغه پور ګټه ورکړي چې دا یې تر هغه دروند بار دی. دغه هیواد دمګړۍ ۲۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې ډوبیدونکې بیړۍ پرې ترساحله ورسوي، خپل ځپلي ولس ته پرې خواړه برابر، راکړه ورکړه پیل او د خلکو نیم ژواندۍ کار برابر کړي.
خو پوښتنه داده چې دغه مبلغ پیسې به له کومه کوي؟ د کولمبو سترګې ای ام اف ته دي خو که د پیسو نړیوال صندوق دغه ګام پورته هم کړي د سریلانکا د خلکو درد به لاپسې پراخ شي.
سړکونو ته راوتلی ولس یې حل لاره د راجاپاکسا په لیرې کیدو کې ویني چې کورنۍ یې څو دورې د سویلي اسیا پردغه کوچني هیواد واک چلولی. دغلته اوس د کار په نشتوالي سربیره میلیونونو خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي چې د ډیرو له نظر بشري ناورین بلل کیږي.