ننګرهار ته له پښتونخوا ۱۴ بندپاتې افغانان راستانه شول

د ننګرهار ځايي سرچینې وایي، چې ‏ننګرهار ته له پښتونخوا څخه ۱۴ افغانان را ستانه شول.

هغوئ زیاتوي، چې تورخم ښارګوټي ته له پښتونخوا څخه له ۵۰۰۰زرو بن پاتې افغانانو څخه ۱۴ کسان را ولېږدول شول پاتې نور به هم د اسنادو له لیدو څخه وروسته را ستانه کړل شي.

سرچینه ‏د تورخم کميسار مولوي غازي الله هاشمي له قوله لیکي، چې پاکستاني لوري سره افغان مسئولینو خبرې کړي دي ترڅو هغه افغانان چې هلته بند پاتي دي، او له پېژندپاڼې پرته نور اسناد نه لري را پرېږدي، چې دا ستونزه اوس حل شوې او ډېر ژر به اجازه ورکړل شي چې هېواد ته راستانه شي.

څه موده وړاندې یو شمېر افغانان چې ناروغان وو او یا یې هم نور اړین کارونه لرل پاکستان په تورخم دروازه په پېژندپاڼو پرېښودل شوي وو خو د بېرته راستنېدو په وخت کې اجازه نه ورکول کېده چې هېواد ته راستانه شي.

Back to top button