له واکه ګوښه او پخواني لومړي وزير نوې څرګندونې

د پاکستان پخوانی او ګوښه شوی لومړی وزير عمران خان وايي، چې د روان سياسي کړکېچ يوازنی لاره د بيا ځلې ټاکنو ترسره کېدل دي.

د پاکستان پخواني او له واکه ګوښه شوي لومړي وزير، عمران خان په يو ټويټ پيغام کې ويلي، خلکو ته باید ددې زمينه برابره شي، چې پرېکړه وکړي او د ازادو ټاکنو له لارې خپل مشر وټاکي.

نوموړي تر دې وړاندې هم په خپلو پلويانو غږ کړی و، چې لاريونونه پراخ کړي او د امريکا روانې دسیسې پر وړاندې ودرېږي.

همدرانګه هغه دا ځل راتلونکي چهارشنبه په پېښور کې د يوې پراخې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی او له خپلو ټولو پلويانو يې غوښتي دي، چې په دې غونډه کې ورسره ګډون وکړي.

عمران خان داسې مهال له واکه ګوښه کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په پېښور کې د يوې غونډې جوړېدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې يې په قامي اسمبلۍ کې د باور رايه ترلاسه نه کړه او په دې سره د لومړي وزير له څوکۍ ګوښه شو.

تېره دو شنبه د عمران خان د حکومت د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي او د نواز شریف ورور شهباز شريف ترمنځ ټاکنې ترسره شوې، چې شهباز شريف د رايو په اکثريت د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

Back to top button