د کرېکټ پخوانی لوبغاړی کریم صادق اسټرالیا ته ولاړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کريم‌ صادق د Mountain Gate کرېکټ کلب سره د قرارداد له مخې اسټرالیا ته ولاړه.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، کریم صادق به د Mountain Gate کرېکټ کلب د کپتان او مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي، همدا راز به د یاد کلب په مرسته د اسټراليا له کرېکټ سره درېيمه درجه د روزنې کورس هم تکمیل کړي او له تجربو سره به بېرته افغانستان ته را ستون شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولین وايي، چې کريم صادق ته يې د ملي اکاډمۍ د روزونکي په توګه د دوهم ځل لپاره قرارداد هم نوی کړی، چې شاوخوا یو لک افغانۍ معاش یې درلوده.

کریم صادق د افغانستان د کرېکټ له پیل څخه د ملي ټیم په لوبډله کې لوبېده او څو کاله وړاندې یې په ملي ټیم کې له لوبېدو څخه استعفا ورکړه.

Back to top button