پخواني افغان چارواکي په بهر کې د ميليونونو ډالرو کورونه لري

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه راپور ور کړی، چې يو شمېر پخوانيو افغان چارواکو په بهر کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت کورونه جوړ لري. 

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په تازه راپور کې راغلي، چې يو شمېر پخواني افغان چارواکي په بهرنيو هېوادونو کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت کورونه لري او هلته له خپلو کورنيو سره ګډ ژوند کوي.

ياده ورځپاڼه وايي، چې دغو پخوانيو لوړپوړو چارواکو د طالب سرپرست حکومت له واکمنېدو وړاندې په امريکا، ترکيې، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت ښايسته او شانداره کورونه اخيستي او له خپلو کورنيو سره ګډ ژوند په کې کوي.

همداراز دغه راپور د اسنادو، مرکو او نورو شواهدو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته يو شمېر نږدې کسان، جهادي رهبران او د افغانستان د ملي شورا پخواني غړي په بهرنيو هېوادونو کې په شاندارو کورونو کې ژوند کوي.

په دغو کسانو کې عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور، د ماليې وزارت پخواني وزيران هر يو اکليل حکيمي او خالد پاينده، د اقتصاد وزير مصطفی مستور او د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب هغه کسان دي، چې وال سټريټ ژورنال يې په اړه څېړنه کړې او په دې راپور کې يې نومونه اخيستل شوي.

Back to top button