Trending

د کونړ په ځنګلونو کې اور لګېدلی

له نورستان وروسته د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ‏د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی، چې ځايي اوسیدونکي د اور د مهارولو هڅه کوي.

د کونړ ولایت چپه دره ولسوالۍ د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ ته څېرمه چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په ځنګلونو کې اور لګېدلی، خو طالب حکومت او خلک یې تر اوسه په مهارولو نه دي بریالي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالب سرپرست حکومت د نورستان په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو لپاره په کابل کې د چین له سفارت څخه مرسته غوښتې ده.

Back to top button