Trending

د خوست په ځنګلونو کې اورلګېدنه شوې

د نورستان او کونړ له ځنګلونو وروسته نن د خوست په ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي، د نورستان او کونړ له ځنګلونو وروسته نن د خوست ولایت قلندر او موسی خېلو ولسوالیو په مشترکو ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د یادې اورلګېدنې لامل تر دې مهاله نه دی معلوم شوی، خو د خوست ولسونه له سرپرست حکومت څخه غواړي چې یاده اورلګېدنه ژر تر ژره مهار کړي.

د خوست خلک وایي، د دغه ولایت ډېرې سیمې ځنګلونه او طبعي ښکلاوې لري، چې خوست ته یې خورا زیاته ښکلا وربښلې ده، حکومت دې د خوست او ټول هېواد ځنګلونه وژغوري.

Back to top button