په هېواد کې د اورښتونو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې بیا هم په هېواد کې د اورښتونو او سېلاوونو د راوتو اټکل کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی دی چې سبا (جمعه) او بل سبا (شنبه) به په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، تخار، بغلان، پروان، بامیان، سمنګان، کابل، میدان وردګ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزګان، دایکنډي، غور، کندهار او هلمند کې د اورښت له امله سېلاوونه راووځي.

دا په داسې حال کې ده چې، څو ورځو را په دې خوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله درانه سېلاوونه راوتلي دي، چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

Back to top button