هند کې د لومړي ځل لپاره يوه قبايلي سياستواله ولسمشره شوه

دروپدی مرمو، چې يوه قبايلي سياستواله وه، د هندوستان د نوې ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده. 

۶۴ کلنه مرمو په هندوستان کې لومړنۍ قومي سياستواله ده، چې د دغه هېواد تر ټولو لوړ مقام کې‌ د دندې مسؤليت ورته سپارل کېږي.

په هندوستان کې ولسمشرۍ مقام د دولت ریاست پر غاړه لري، خو اجرائيوي واک نه لري او دغه چاره د هېواد لومړي وزير يا هم صدراعظم پر غاړه وي.

د هندوستان ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو ټاکنې داسې دي، چې د پارلمان دواړو جرګو، ایالتي اسمبلیو او دغه راز د دولت تر مستقیمې واکمنۍ لاندې سیمو له خوا ټاکل کېږي.

د یادونې ده، چې مېرمن مرمو د اپوزېسیون کاندید یشونت سنها په مقابل کې په اسانۍ سره بریا ترلاسه کړه. مرمو به د اوسني ولسمشر رام نات کویند ځایناستې شي، چې د ولسمشرۍ موده یې د روانې جولای مياشتې پر ۲۴ مه پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې لومړي وزیر نرېندرا مودي په خپله ټویټر پاڼه کې د مېرمن مرمو ډېره ستاینه کړې او  په خبره یې د بیوزلو ولسونو خدمت ته یې ژوند وقف کړی دی.

Back to top button