د خوړو پروګرام: ښځې په افغانستان کې زمونږ د سازمان د مرستو په وېش کې مهم رول لوبوي

پنجره ورځپاڼه: د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې ښځینه کارکوونکې په افغانستان او نړۍ کې د دغه سازمان د مرستو په وېش کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال سازمان ویاند وحید اماني رسنیو ته ویلي چې افغانستان دا مهال په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی او اوس مهال شپږ میلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ څخه یو قدم لري دي. د نوموړي په وينا، نږدې شل ميليونه افغانان نه پوهېږي چې خپله راتلونکې د یو وخت ډوډۍ به له کومه ځايه ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي چې د خوړو نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار کولو د منع کولو په هکله د طالبانو وروستی پریکړه ارزوي.هغه زياته کړه، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تر ټولو اړمنو کورنيو ته د مرستو رسول د ټولو کارکوونکو شتون ته اړتيا لري.

اماني يادونه کړۍ، چې دغه سازمان تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې په ټول افغانستان کې خپلو مرستو ته د دوام ورکولو لپاره ٨٠٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري او که پر وخت مرستې ونه رسېږي په هېواد کې به بشري وضعيت لاپسې خراب شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د دغه هېواد د وګړو بشري وضعیت خراب شوی دی. طالبانو په خپل وروستي فرمان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او د دوی دې کړنې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button