د خوړو پروګرام: له ۲۰ میلیونو زیات افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري

پنجره ورځپاڼه: د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانان په تېر ۲۰۲۲م کال کې له جدي لوږې او خوراځواکۍ سره مخ شوي او کاري، ښوونیز او کرنیز فرصتونه خورا ډېر کم شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام همداراز ویلي، افغانستان تېر کال له اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او د بشري حقونو برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوی دی.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې تر ۲۰ میلیونه ډېر افغانان د کړکېچ له بېړني وضعیت او خوړو خوندیتوب نه شتون سره مخ شوي دي.
راپور کې دغه راز ویل شوي، افغانستان د نړۍ په کچه د خوړو نړۍوال پروګرام لپاره تر ټولو لوی د خوراکي پروګرامونو د عملیاتو په سر کې دی. یاد سازمان زیاته کړې، راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده څو اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

د ویلو وړ ده، چې د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې هم افغانستان کې د خوړو له کموالي شکایت کړی و او نړۍوالو ته یې خبرداری ور کړی و؛ چې ژر تر ژره له دوی سره همکاري وکړي، څو تر اړمنو افغانانو خپلې مرستې ورسوي.

ظاهر څراغ

Back to top button