لوګر کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي
لوګر کې د روژې له را رسېدو سره سم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
لوګر ولایت کې د روژې میاشتې په راسېدو سره سم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. د لوګر یو شمېر اوسیدونکي وایي، چې هیټوالو د روژې په را رسېدو سره په دې ولایت کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.
د لوګر مرکز پل علم یو تن اوسیدونکي فیصل احمدزي پنجره ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل: چې هټیوالو ته د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د ښاروالۍ له لوري د ټاکل شوې نرخ نامه جوړه شوې، خو هټیوال له یادې نرخنامې څخه سرغړونه کوي.
د لوګر مرکز پل علم ښار د خوارکي توکو هټیوال میرمحمد الله بیا وایي، چې د روژې میاشتې په را رسېدو سره نه یوازې په لوګر کې بلکې په ټول هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، هغه زیاتوي چې له تېرو ۶ ورځو را په دې خوا د ټولو خوراکي توکو په بیو کې ۱۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.
میر محمدالله زیاتوي، چې تېره اونۍ یوه ۵۰ کیلویي بورۍ اوړه د ۲۱۰۰افغانیو په بدل کې پلورل کېدل، خو د روژې په را رسېدو سره یوه ۵۰ کیلویي بورۍ اوړه د ۲۴۰۰افغانیو په بدل کې پلورل کېږي.
د پل علم ښاروالۍ معاون رفیع الله احمدزی وایي، چې دوی د ښار هټیوالو ته نرخ نامه جوړه کړې ترڅو په ښار کې د توکو د بیو د لوړوالي مخه ونیول شي.
هغه همداراز زیاتوي، چې که هټیوال له یادې نرخ نامې څخه سرغړونه وکړي د نغدي جریمې ترڅنګ به یې هټۍ هم وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره په نورو مسلمانو هېوادونو کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ ټيټوالی راځي، خو په افغانستان کې بيا د روژې مبارکې میاشتې په راتلو سره د خوراکي توکو بيې لوړېږي.
سیف الرحمان غریب یار