ننګرهار کې د اوړو د تولید کارخونه پرانیستل شوه

په ننګرهار کې د وطني اوړو د تولید ۲۴ ساعته کارخونه جوړه او پرانیستل شوه.

د معلوماتو له مخې، د دغې کارخونې مسوولینو رسنیو ته ویلي، چط دغه کارخونه په صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې، چې خلکو ته په لوړ کیفیت د وطني اوړو د برابرولو خدمتونه وړاندې کوي،

د یادې کارخونې مسوولینو زیاته کړې، چې د دې کارخونې په پرانیستلو سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د وطني اوړو دغه کارخونه په داسې حال کې په فعالیت پیل کوي چې واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د نورو خوراکي توکو ترڅنګ د اوړو بیه تر پخوا لوړه شوې ده.

Back to top button