پکتیا کې سېلابونو خلک بې کوره کړي

تېره شپه په پکتیا کې د سېلابونو له امله لسګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.

تېره شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله تر شپېتو زیاتو کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

د پکتیا ځایي سرچينې وایي، چې د ځپل شویو کورنۍ تر نیمایي زیاتې یې د مرکز ګردیز په هوټلونو کې په بیړنۍ توګه ځای پرځای شوي دي او پاتې یې د طالب سرپرست حکومت په مرسته د زرمت ولسوالۍ خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د پکتیا مسوولین وایي، چې په پام کې ده چې یادو کورنیو ته د بیړنیو مرستو په توګه خیمې ورکول شي او په ښار کې ورته د استوګنې لنډمهالی کمپ جوړ شي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې زلزلو او شدیدو سېلابونو ګڼ شمېر افغانانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Back to top button