لوګر کې سېلابونو ځاني او مالي زیان اړولی

په لوګر ولایت کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د لوګر ولایت ځایي سرچینې وایي، چې تېره ورځ د دغه ولایت د پادخواب اشانې په سیمه کې د سختو بارانو له امله سېلابونو یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې سیمې ګڼ شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي دي.

د سرچینې په وینا د پادخواب اشانې سیمې اوسیدونکي له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي څو د ویجاړو شویو کورنو په بیا رغولو کې ورسره مرسته وکړي.

Back to top button