لوګر کې سېلابونو خلکو ته زیان اړولی

په لوګر ولایت کې د سختو بارانو له امله سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

تېره شپه د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ او د مرکز اړوند التمور، پادخواب اشانې او یو شمېر نورو سیمو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

له یادو سیمو څخه سرچینې وایي، سېلابونو د بزګرانو کروندې، عمومي لارې او کورونه ویجاړ کړي دي، هغوی له طالب سرپرست حکومت او مرستندویه مؤسسو څخه د مرستې غوښتنه کوي او وایي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی چې خپل کورونه بېرته ورغوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر چارواکو په دې تړاو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سختو سېلابونو هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Back to top button