کونړ کې سېلاوونو ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

سيمه ييزې سرچينې وايي، د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې تېره شپه سېلاوونه راوتلي، چې له امله يې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. 

سرچينې د طالب سرپرست حکومت د ناړۍ ولسوالۍ ولسوال عبدالظاهر خاک‌دوست له قوله خبر ورکوي، چې سېلاوونو د دې ولسوالۍ په دوکلام سيمه کې يو کور ويجاړ کړی، چې له امله يې يو ماشوم او يوه مېرمن مړه خپل ژوند بايللی او يو بل کس ټپي دی.

ولسوال زياته کړې چې سيلابونه تر سختې ږلۍ وروسته را وتلي خو خپله ږلۍ هم د سلو جريبو په شاوخوا کې ځمکه ويجاړه کړې او دغه راز يې لسګونه پسونه هم تلف کړي دي. هغه سيلاب ځپلو ته د بېړنيو مرستو غوښتنه هم کړې ده.

Back to top button