غزني کې سيلاوونو مالي او ځاني زيان اړولی دی

د غزني ځايي رسنۍ خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې هم سیلاوونو خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي دي. 

د غزني ولایت ځايي رسنۍ د طالب سرپرست حکومت د چارواکو له قوله وايي، چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې له اورښتونو وروسته سیلاوونه راوتلي دي او خلکو ته یې ځاني او مال زيانونه اړولي دي.

سرچېنې وايي، چې سیلاوونو په ياد‌ ولايت کې پنځه کسان وژلي او ګن شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

دغه راز د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې لسګونه هستوګنیز کورونه او کرنيزې ځمکې هم د سیلاوونو له امله له منځه تللي دي.

Back to top button