ننګرهار کې سېلاوونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې د اورښتونو او سېلاوونو له کبله د يوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي دي. 

ځايي رسنۍ وايي، چې د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې د تیرې شپې سېلاوونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغه راز سرچينې وايي، چې دغو سېلاوونو د ياد ولایت بهسود او چپرهار ولسوالۍ، د خالص بابا فامیلۍ او بیز اکمالاتي سيمو کې خلکو ته ډېر زيات زيانونه اړولي دي. د سيمه ييزو رسنيو د معلوماتو له مخې د دې سېلاوونو له کبله ۹ کسان مړه او لس کسان هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې رسنۍ وايي، چې د مړينې کچه تر دې هم لوړه ده او لا یې په اړه بشپړ معلومات نه دي راټول شوي. د سرچينو په وينا، سېلاب ځپلې کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه خیریه بنسټونه بايد ژر تر ژره ځانونه ور ورسوي.

په ورته وخت کې د شيخ مصري سيمې ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه په دې سيمه کې د زياتو اورښتونو او سېلاوونو له کبله د یو کور چت پريوتو او له کبله يې د يوې کورنۍ ۴ تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده وړ ده، چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم سېلاوونو خلکو ته ډېر زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

Back to top button