د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سيلاوونو او باران اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سيلاوونو د راوتلو خبر ورکړی دی. 

د هوا پېژندنې ادارې د اعلاميې له مخې، نن او سبا د کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د‌ دې ادارې په خبرپاڼه کې راځي، چې دغه اټکل د هېواد د هواپېژندنې ادارې او د نړۍوالو معتبرو ادارو د تحلیل او اټکل په‌ اساس شوی دی.

ياده اداره ليکي، چې په موده کې د بارانونو، د ورېدو او په ځینو سیندونو، لکه کوکچه، تخار، بغلان، باميان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، کونړ او خوست کې د سيلاوونو د راوتو امکان شته.

د هوا پېژندنې اداره دا خبر داسې مهال ورکوي، چې پرون د ورځې په اوږدو کې د جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونه‎ کې سخت شديد بادونه هم رامنځته شوي وو.

د‌ يادونې ده، چې د فاریاب او جوزجان ولایتونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې د دوړو له امله د ترکمنستان د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې دي.

Back to top button