فيليپين کې سېلاوونو او ځمکې ښويېدنې لسګونه کسان مړه او ټپيان کړي

فيليپيني رسنۍ وايي، چې د هېواد په سويل کې يې د زورور سېلاوونو او ځمکې ښويېدنې له کبله پنځوس تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

همداراز سرچينې زياتوي، چې لسګونه وګړي لادرکه دي او په وينا يې، ممکن د مړو او ټپيانو شمېره نور هم لوړه شي. د فيليپيني رسنيو د خپاره شویو معلوماتو له مخې سېلاوونو ۵ سوه کورونه نړولي دي.

فيليپيني رسنيو د خپل هېواد د هوا پېژندنې ايالتي ادارې له قوله ويلي، چې د خطرناک توفان او دوامداره بارانونو له کبله تېره ورځ د مينډانايو ټاپو وزمې ګڼې سيمې تر اوبو لاندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په فليپين کې د وروستيو کلونو د سېلاوونو د راوتلو له کبله ګڼ شمېر وګړي مړه شوي دي او ټپيان شوي دي.

Back to top button