لوګر کې سېلاب ځپلي د مرستې غوښتنه کوي

په لوګر کې سېلاب ځپلې کورنۍ له مسوولينو او مرستندویهبنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په لوګر ولایت کې سېلابونو ګڼو کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه ور اړولي دي. دغه ولایت د یو شمېر سیمو اوسیدونکي له طالب سرپرست حکومت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې بېړنۍ مرسته ورسره وکړي.

د لوګر مرکز اړوند د التمور سیمې یوه اوسیدونکي چې عبدالله نومېږي پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې دغه سېلابونه سخته ځپلې ده خو تر دې مهاله هیچا مرسته نه ده کړې.

عبدالله زیاتوي، چې د سیمې خلکو په وار وار له ولایتي چارواکو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده خو تر دې مهاله مسوولینو هېڅ ډول اقدام نه دی تر سره کړی.

عبدالله دغه راز وایي، چې د یادې سیمه لاره په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده او تګ راتګ پرې خورا ستونزمن شوی دی.

د التمور سیمې یو بل اوسیدونکی خالد وایي، که حکومت د کورونو په جوړولو کې د مرستې انکانات نه لري حداقل د یادې سیمې لاره دې د تګ راتګ لپاره بیاورغوي.

بل خوا د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکي هم وایي، چې تر دې مهاله له ډېر کم شمېر سېلابځپلو د ځینو مؤسسو له لوري مرسته شوې ده.

هغوی زیاتوي چې زیات شمېر کورنۍ اوس مهال د استوګنې لپاره مناسب ځای او خوراکي توکي نه لري، که حکومت مرسته راسره ونه کړي ناورین به رامنځته شي.

د لوګر سېلابځپلي په داسې مهال د مرستو غوښتنه کوي چې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې وروستیو تحولاتو، سېلاوونو او زلزلو خلک سخت زیانمن کړي دي.

Back to top button