امريکا کې د يو وسله‌وال بريد پر مهال پنځه تنه وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: سي ان ان خبري شبکه وايي، چې په امریکا کې د يو وسله‌وال برید پر مهال د دوو زده کوونکو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

 د سي ان ان د راپور پر اساس دا تازه پېښه پرون ناوخته د واشنګټن ایالت په یاکیما ښار کې رامنځته شوې ده. د سرچینې په راپور کې راغلي، چې يوه وسله‌وال کس د یوې مغازې مخې ته درې کسان په ډزو ووژل او خپله بيا له سیمې څخه په تېښته بريالي شو.

سي ان ان د یاکیما ښار پولیسو له قوله ويلي، دې وسله‌وال کس یو تن په یوې هټۍ، دویم کس د هټۍ مخې ته او دریم کس یو څو ګامه هاخوا په ډزو ویشتي دي. په یوه بله پېښه کې د امریکا په آیووا ایالت کې له خطر سره د مخو ځوانانو لپاره د یو روزنیز پروګرام پرمهال په ډزو کې دوه زده کوونکي وژل شوي او د پروګرام بنسټ ایښودونکی سخت ټپي شوی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په کالیفورنیا ایالت کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. له دې پېښو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له کانګرس غوښتي چې د تهاجمي وسلو د بندولو په اړه عاجل اقدامات ترسره کړي.

Back to top button