په زابل کې ۱۲۰ بند ښوونځي بیا فعالیږي

زابل کې د نا امنۍ له امله بند شوي ښوونځي بیا فعالېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې ١٢٠ غیري فعال ښوونځي بیا فعالیږي.

د زابل د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت رسنیو ته ویلي، چې د نوي کال سره سم د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې ١٢٠ هغه ښوونځي چې د جنګ او ناامنیو له امله بند شوي و بیا ځلې فعالوي.

حریت زیاته کړې، چې بندو ښوونځیو د بیا پرانیستلو تر څنک د یونیسف همکارې موسسې سره په ګډه په پلان کې لري چې ۶۰ نور نوي ښوونځي فعال کړي چې هرهږ ښوونځی به ۷ تنه ښوونکي ولري او معاشات به يې د یونیسف همکارې موسسې له لوري ورکول کیږي.

Back to top button